ستراتيژيکي تړون ( دوامداره جګړه ) که سياسي حل ( دوامداره امن ) !
انجنير سيد عبدالقادر انجنير سيد عبدالقادر


                                                        
     ۱۱ــ ۵ ــ ۲۰۱۲

 

لومړي برخه : ستراتيژيکي تړون (  دوامداره جګړه) !

دوهمه برخه : سياسي حل(  دوامداره امن) او ميکانيزم  !

لومړي برخه :  سياسي حل او ستراتيژيکي تړون   په داسي يو هيواد کي چی ولس يي  تر درو لسيزو ډير دبهرنيو يرغلګرو او کورنيو بشري جنايتکارانو سره لاس او ګريوان وي ، دا  دوي داسي  متضادي لاري دي چی دهري لاري په عملي کيدو سره افغان ولس ته ځانګړي  برخه ليک  ور په برخه کوي ۰ يعني دسياسي حل لاره دايمي صلح او افغان ولس ته  روغه جوړه منځ  ته راوړي  ۰ او سترا تيژيکي تړون  (  پوځي ا ډو  ) لاره  بيا افغان ولس ته  نه يوازي  بي امني ، د وامداره جګړه ،  بشري جنايات منځ ته راوړي بلکه  دبهرنيو او کورنيو مافيايي ډلو له خواه دپاته  ملي شتمنيو چورولو ته هم  لاره او شرايط آماده کوي ۰ يرغلګر ځواک  او افغان  لاس پوڅي  واکمنانو  دخپلو نامشروع  ګټو له پاره دافغان ولس دارادې څخه ليري  بيا هم دغه لاره غوره وبلل ۰ او دا تړون يي  د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته  د افغانستان داستقلال ،  ملي حاکميت ،  مځکني بشپړتيا او په مجموع کي دافغان ولس په ګټه وبلي ۰ او تر  ۱۸ مياشتو  يوه زرګري جنګ وروسته دمي په لومړي نيټه دشپي تر دولسو بجو په شا وخواه کي  دافغان ملي ارادې  او ملي ګټو څخه ليري دکرزي او اوباما په زريعه په داسي حال کي  دا تړون  لاس ليک او خپل تر منځ يي  تبادله کړ، چی اوباما دشپي پر لس نيموبجو  دبګرام په پوځي ميدان کي تر سختو امنيتي تدابيرو لاندي په تياره فضا کي چی ډير څه هم نه معلوميدل دخپلي الوتکي څخه  کښته او سم دلاسه د څرخکي ځانګړي الوتکي په زريعه دارګ ماڼي ته روان سوو۰ نو دلته  داسي پوښتنه منځ ته راځي ۰ چی په تيرو  لسو کلونو  او شپږو مياشتوکي  دامريکا تر رهبري لاندي نيژدي۴۶ يرغلګرو  هيوادونوپه عصري مجهزو پوځي الوتکو او  سلاحو سمبال (۱۳۰۰۰۰ ) عسکرو او نيژدي  ( ۴۰۰۰۰۰ ) افغاني امنيتي ځواک په درلودلو سره  اوباما  ونه کړايسوي چی دورځي له خواه دکابل په هوايي ډګر کي د خپلي الوتکي څخه را کښته سي ، او دورځي له خواه دژورنالستانو په وړاندي دا سند دمحترم کرزي سره  امضآ او بيا په دې اړوند د معمول سره سم  د ژورنالستانو پوښتنو ته ځواب ووايي ۰نو څنګه کيدلايسي چی امريکا او ناټو نيژدي د (۱۰۰۰۰  بيا تر  ۳۰۰۰۰ )  عسکرو په شتون کي دې افغانستان ته  امنيت او ولس ته دي آرام ژوند  ور په برخه کي ۰ دانو ( خواب است ، مها ل است ، وجنون ) ۰ که دافغانستان دتيرودرو لسيزو تاريخ ته یو ځغلند نظر واچوو دورايه څخه معلوميږي چی امريکا او غربي نړي دخپلو ستراتيژيکي اهدافو له پاره  د ګاونډيو او عربي نړي دځينو هيوادونو په مرسته دافغانستان په دننه کي  جګړي ته په يوه او بله بڼه  لمن وهلي او دصلح په وړاندي يي خنډونه جوړ کړي دي ۰چی نورو ډيرو ښکاره بيلګو تر څنګ يوه  دثبوت ښه نيژدي بيلګه دپاکستان دجمهور رئيس آصف زرداري هغه څرګندوني دي چی ۲۰۱۱ کال دفبروري په مياشت کي په يوه رسمي محفل کي چی داردو ژبي شاعر فيض احمد فيض دسلمي کاليزي په وياړيي  خبري کولي او  دهغو رازونو څخه يي پرده پورته کړه ، ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ کوم چی په افغانستان کي دشوروي دپوځونو تر وتلو وروسته دجنګ داوږديدو سبب ګرځيدلي دي او داسي ويلي دي : چی دده ميرمن بي نظير بوټو په ۱۹۸۹ کال کي په پاکستان کي لومړي وزيره وه ۰ او ددې سره سخته مخالفه وه چی پر افغانستان دي دمجاهدينو له خواه څخه بريد تر سره سي ۰ او دده ميرمن هغه وخت يوازي پاته سوله او ځينو کسانو يي خبره ونه منله او ويل يي په يوه هفته کي جلال آباد او ( ۲۵ ) ورځو کي به کابل ونيسو ۰ او وايي چی په دې پريکړه کي دامريکا لاس هم وو ۰ او وايي چی بي نظير بوټو  دهغه وخت دامريکا جمهوررئيس  بوش ته وويل چی لړم بايد په لړم باندي ونه وژل سي ۰ او دايي هم ورته ويلي وه  چی په افغانستان کي چی څه کوو په هغه بيا خپله سوځيږو ۰ او زرداري مخ ته ځي او وايي چی ډاکټر نجيب الله په هغه وخت کي په سوله ايز ډول دمسائيلو حل ته غاړه ايښي وه ۰ بايد وويل سي  چی دځينو کورنيو ارتجاعي کړيو په مرسته  دروسيي ، امريکا   او ګاونډ يو هيوادونو استخباراتي کړيو دا  هڅي او تلاښونه وه چی په پايله کي يي د مرحوم ډاکټر نجيب الله او ملګرو ملتونو دصلح ګډ  پلان  شنډ اود  دولتي واکمنۍ  واک يي دپردو په لاس جوړ سوو تنظيمي مشرانو ته ورکړ ۰   چی په نتيجه کي يي افغان ولس دبشري او اقتصادي جنا ياتو څخه ډک بحران ته ور ټيله کړ ،  او  افغا نستان يي   دنړي استعماري  ځواکونو ته بي خاونده او  لاس تړلي په لاس ورکړ ۰ او دا ولس  دتيرو شلو کلونو په درشل کي په مستقيم او غير مستقيم ډول د استعماري ځواکونو سره په جګړه کي ښکيل سوو ۰   داهم ښکاره خبره ده چی يرغلګر ځواکونه دخپلو ستراتيژيکي اهدافو له پاره غواړي   ددغه ستراتيژيکي تړون په امضأ سره چی ديوه کال په درشل کي به يوه بله (   دوه اړخيزه  امنيتي موافقتنامه )  د

کرزي او اوباما تر منځ هم  امضأ سي ،  د امريکايي اشغال پروسه تر ۲۰۲۴ کال پوري تمديد کړي ۰ افغان  او يرغلګر واکمنان دا څرګندوني او هڅي په داسي وخت کي کوي چی امريکا په اوس مهال کي  دنورو پوڅي قطعاتو تر څنګ ۲۹ــ لوي پوځي  اډي لري ۰ چی دهغي جملي څخه۱۳ هوا يي پوځي اډي دي چی دري  هواي پوځي  اډي يي په ډيرو عصری تجهيزاتو باندي سمبالي دي ۰ چی ديوي خواه کولايسي په ډيره آساني سره دتيلو او ګازو  هغه زيرمي چی د کسپين او پارس په خليج کي دي په خپل کنترول کي وساتي او دبله طرفه اروپا ، آسياه ( روسيه ، چين ، ايران  ) او هند هم کنترول کړي ۰ دبله طرفه  په مرکزي آسياه کي دامريکا پوځي  تهديدي تلاښونو روسيه ودې ته وهڅول چی په ۲۰۰۳ کال په قرغيزستان کي د امريکايي  پوځي اډي په وړاندي يوه پوځي اډه جوړه کړي ۰او هم د۲۰۰۹ کال په اګست کي دکريملين يو لوړ پوړي مشاور ( سرګي پردو کا ) په قرغيزستان کي  دچټک غبرګون ديو ي بلي  نوي پوځي اډي دجوړيدو خبرورکړ ۰ او دې چارواکي رسنيو ته وويل چی قرغيزستان وروسيي ته د جيو  پليتيک له کبله ډير داهميت وړ دي ۰او هم  يي  د (۲   ميلياردو ډالرو  ) کريډيټ دډيرو آسانه شرايطو سره  ورکړ او هم دارنګه په دې وروستيو اونيو کي  دروسيي دبهرنيو چارو دوزير سفر وتاجکستان ته دا په ډاګه کړل چی روسيي دولت سره موافقه وسول چی په تاجکستان کي دري پوځي اډي جوړي کړي   او هم  دتاجکستان او افغانستان تر منځ   سرحدي سيمي په روسيي عسکرو باندي وساتل سي ۰ داهم دياد ولو وړ خبره ده چی  دستراتيژيکي تړون تر امضآ وروسته وسله والو مخالفينوپه  خپل  غبرګون  کي   په  ښکاره ډول  داسي وويل : چی داتړون په افغانستان کي دامريکا  داشغال په وخت کي تر سره سوي دي ۰ دولس دهيلو نماينده ګي نه کوي اوهيڅ ډول  قانوني بڼه نه لري ۰  يعني  دا تړون يي دجګړي داوږديدو نښه وبلل ۰  او هم  ګاونډيو هيوادونو په مختليفو سياسي بڼوددې تړون په وړاندي غبرګونونه  ښکاره کړي دي  ۰ دروسيي دولت په افغانستان کي د ناټو ددوامداره شتون سره علاقمندي ښکاره کوي  ۰ ځکه  ځيني روسيي مستقل کارپوهان هم  داسي فکر کوي :  هر څونه چی دامريکا او ناټو قواوي په افغانستان کي وجګړي ته ادامه ورکړي ، ديوه طرفه يي د  نړي په ولسونو کي دغربي نړي په ځانګړي توګه دامريکا په وړاندي دتنفر فيصدي په بيساري ډول  لوړه ځي او له بله طرفه به  داقتصادي سختو ستونځو سره لاس او ګريوان کيږي ۰ چی کيدلايسي دناټو په پاشل کيدو باندي تمامه سي ۰ځکه نو روسي ددې جګړي د اوږديدو له پاره دروسيي دفضا څخه  وافغانستان ته د ناټو د غير نظامي ټوکو دانتقال حق ورکړ ۰ اوپه وروستيو مياشتوکي يي مسکو ته نيژدي داوليانوفسکي په ښار کي د

 

غير پوځي ټوکو له پاره يو بيز هم په اختيارکي ورکړ ۰ ځکه نو دروسيي دبهرنيو چارو وزير ( سرګي لاوروف ) چې په بروکسل کې دناټو ددفاع او بهرنیو وزیرانوداپريل دمياشتي په غونډه کې ګډون کړ يو و، داسي يي  وویل  :   چې چین او دآسیا نور هیوادونه هم دناټو دځواکونو دایستلو پر پلان اندېښمن دي. دبله طرفه بيا د امريکايي پوځي اډو دشتون  مسله چی هر ځلي دامريکايي چارواکو له خواه طرحه سوي ده دمنطقي دهيوادونو تر څنګ روسيي هم  سخت غبرګون  ښکاره کړي دي ۰ دا ځکه  چی روسيه په افغانستان کي  دامريکا تر رهبري لاندي دناټو د اوږدې جګړي پلوي ده ،  ولي دپوځي اډودشتون  په وړاندي بيا غبرګون ښکاره کوي  ۰ ‍

   ديادولو وړ خبره داده چی  دپردو په لاس جوړ سوو کورنيو  تنظيمي مشرانو بيا پر دې تړون باندي ځکه  خپلي  دتائيد ټاپي ووهلي چی داشغال په دې تيرو لسو  کلونو کي يي  نه يوازي  ددوي بشري جنايات پټ ورو سا تل ،    بلکه  د ملي شتمنيو وچورولوته  يي  د بهرنيو اقتصادي مافيايي ډلو تر څنګ ودوي ته هم  ښه شرا يط  مساعد کړل  ۰  چی په پايله کي دغه ټوله  ډلي  په غلا او غير مشروع ډول دسلګونو ميليونونوډالرو  خاوندان سول چی  په داخل او بهر کي دلوکسو بيلډينګونو ، بانکونو او فابريکو لرونکي  سوي دي ۰ ځکه نو د ا مافيايي ډلي خپل ژوند دامريکايي اشغال په شتون کي ښه بولي ، چی په اوس مهال کي دا مافيايي ډلي او دکورنيو غړي يي  داسلامي او افغاني دودونو څخه ليري  او تکبر څخه ډک  ژوند په داخل او بهر کي مخ ته بيايي ۰که په لږ دقت دغه ستراتيژيک تړون ته وګورو داسي نوي څه نه پکښي ليدل کيږي ،ځکه  ټول هغه ټکي او خبري دي چی داشغال په دې تيرو لسو کلونو کي امريکا يي  چارواکوو په مختليفو وختونو کي دافغان ولس دتير وتلو له پاره په ځينو رسمي محفلونو او مصاحبو کي بيان کړي دي ۰ ولي فقط نوي څه  چی ليدل کيږي هغه دکرزي او اوباما امضآ وي دي ۰ په دې تړون کي د امريکا تعهد هم کومه نوي خبره نه ده ۰ ځکه امريکا يي قواووچی په دې  تيرو لسو کلونو کي هر ځل چی بشري جنايات تر سره کړي دي بيايي و محترم کرزي ته  تعهد سپارلي دي چی بل ځل بيا داسي جنايت نه تر سره کوي  ، او  دا خپل جنايت  يي يوه سهوه بللي ده ۰ مګر بيا يي  هم په مختليفو سيمو کي دابشري جنايات ترسره کړي دي ۰ ځکه نو ددې تړون تر امضأ وروسته يي هم دستزاتيژکي تړون خلاف  يي بياهم   په څو ولايتونو کي دشپي بمباردونه او تلا ښي  کړي ، او په لسګونه بي ګناه ( ښځي ، ماشومان ، زاړه او ځوانان ) په شهادت رسولي او ځيني يي بيا سخت زخميان کړي دي ۰ چی کرزي دولس له شرمه مجبوره سوو  ددوي ددې عمل په غبرګون کي دناټو وقومندان ته ووايي چی دبي ګناه انسانانو دوژلو په صورت کي نو داتړون بيا معنا  نه لري ۰

ددې ستراتيژيک تړون اصلي مخه دپوځي اډو دشتون خبره ده چی  امريکا بايد تر ۲۰۱۴ کاله وروسته دخپلو سترا تيژيکي اهدافو ته درسيدو له پاره دلته پوځي اډي ولري۰  ځکه نو  دستراتيژيک تړون د دوهم فصل په يوه برخه کي داسي ليکل سوي دي ۰ ( په افغانستان کي دمتحده ايالاتو دقواوو آينده څرنګ والي ، حدود او په دې رابطه ددواړو هيوادونو وجايب به په دوه جانبه امنيتي موافقتنامه کي مشخص سي ۰ )  د لاس پوڅي دولت او امريکا دمشرانو  تر منځ ددې دواړو اسنادو دامضا  په پايله کي به نه يوازي  دافغانستان دننه امنيت  نور هم دسختو ګواښونو سره مخامخ سي ،  بلکه افغانستان ته  به دمنطقي دهيوادونو په مڼځ کي  داسي  يو ځاي ( موقف ) کي قرار ورکړي ۰  لکه په اوس مهال کي چی دعربي نړي په منځ کي دنړي دتنفر څخه ډک او دعربو په وړاندي  داسرائيلو موقف دي ۰ دا ځکه چی دامريکا ديرغل دلومړيو ورځو څخه نه يوازي دافغانستان همسايه هيوادونو بلکه دمنطقي نور هيوادونو لکه روسيه چين او هند هم په افغانستان کي دامريکا دپوځي اډو دشتون  سره په مختليفو وختونو کښي په  يوه او بله بڼه غبرګونو نه ښکاره کړي دي ۰  په داسي حال کي چی دښاغلي  کرزي  دملي امنيت مشاور ښاغلي سپنتا ولسي جرګي ته دا په ډاګه کړل چی د ستراتيژيکي تړون امضآ به هيڅ ډول ګواښنه به  دافغانستان ګاونډيانو او دمنطقي هيوادونو ته منځ ته رانه وړي او په دې هکله موږ هم د دغو  هيوادونو ته  اطمينان ورکړي دي ۰ او دامريکا قواووته به موږ دا وخت ورنه کړو چی زموږ دهيواد څخه  پر دغو هيوادونو  باندي کوم تيري تر سره کړي ۰ دا څرګندوني په داسي حال کي افغان چارواکي تر سره کوي چی دستراتيژيکي تړون د  دريم فصل په وروستي برخه کي داسي ليکل سوي دي ۰  ب :  متحده ايالات ژمنه کوي چی دافغانستان له خاوري او يا تاسيساتو دنورو هيوادونو په وړاندي دبريدونو دپيل دنقطي په توګه استفاده نه کوي ۰ ددې څرګندونو څخه داسي معلوميږي که امريکا وغواړي چی  دافغانستان څخه د  باندي پر يو بل هيواد باندي  ديوي بلي پوځي اډي څخه بريد تر سره کړي وروسته بيا امريکا حق لري چی په افغانستان کي هم دخپلو پوځي اډو  څخه پر هم هغه هيواد بريد تر سره کړي ۰ دا ځکه چی د ستراتيژيکي تړون څخه هم داسي معلوميږي ، چی په هغه صورت کي به نو افغانستان دجګړي په نوي ډګر باندي تبديل او داددرو لسيزو  زوريدلي ولس به دبيساري بشري او اقتصادي جناياتو سره مخامخ کړي ۰متاسفانه چی په ولسي جرګه کي هم لو ي اکثريت ددرو لسيزو بشري او اقتصادي جنايتکاران  را ټول سوي دي ۰ چی نه يوازي به   ددې تړون دتصويب مخه ونه نيسي بلکه   ددې تړون په تصويب سره به دوي هم دلس هاوو زرو امريکايي ډالرو خاوندان سي ۰ نو هغه څه دې خداي پاک (ج) پيښوي چی ددې جنګ ځپلي ولس خير پکښي کي وي ۰

                                                                                             نور بيا                 اخځ : ريا نوستي ويب پاڼه  ۰                                                                                        : تاند ۰                                                                     تمت باالخير


May 13th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات